
یکنا قرآنی خبري آژانس د دغو پوښتنو د ځواب د ترلاسه کولو لپاره له حجتالاسلام محمد یعقوب بشوي سره خبرې کړې دي. چې زیاتره برخه ئې ستاسو خدمت ته هم وړ اندې کوو.
په دغې مرکې کې له لیکوال او څېړونکي حجتالاسلام والمسلمین محمد یعقوب بشوي؛ سره ملګري کېږو.
د دغې مرکې پوښتنې رابرسیره کوو او ځوابونه ئې هم ستاسو خدمت ته وړاندې کوو.
ایکنانیوز ـ تاسو په دې کتاب کې د اهل سنتو پر سرچینو تمرکز کړی دی. لومړی مهرباني وکړئ د کتاب په اړه لنډ معلومات ورکړئ.
ځواب ؛ دا کتاب لومړی په علمي چاپېریالونو کې وړاندې شو او د رسېدلو اثارو له ډلې څخه د یوه غوره اثر په توګه وټاکل شو او د ایران د اسلامی جمهوریت د ارشاد وزارت لهخوا ئې ملاتړ وشو
اوس دغه کتاب د نړۍ په ۲۳ ژبو ژباړل شوی دی؛ چې په هغو کې د روسي ژبه (چې په مسکو کې چاپ شوی)، سواحلي، اردو (په پاکستان او قم کې)، آذري، پرتګالي او فارسي ژبې او د اسې نورې ژبې شاملې دي.

ایکنا نیوز ـ آیا دا نړیوال هرکلی ددې ښودنه نه ده چې ښئ فکري ټولنه د غدیر او د امیرالمؤمنین علي علیهالسلام د ولایت په اړه د دغو پوښتنو د ځواب په لټه کې ده.؟
ځواب ؛ هو، دا د غدیر خم مقام دی چې په نړیواله کچه خپل ځای پیدا کوي. غدیر یوه نړیواله موضوع ده او باید نړیوالو ته وړاندې شي.
اوس زمونږ دنده دا ده چې دغه مفاهیم د اوسمهاله نړۍ په ژبه وژباړو. مونږ باید غدیر د اختلاف د یوې موضوع په توګه وړاندې نه کړو، بلکې باید هغه بشریت ته د یوه تمدني حل لارې په توګه ډالۍ کړو.
کله چې دا کتاب په بېلابېلو ژبو خپرېږي او په مسکو، افریقا یا د اروپا په زړه کې ئې هرکلی کیږي، دا ښئي چې د غدیر پیغام یوه نړیواله ژبه لري، چې کولای شي له مذهبي پولو واوړي او د حقپالونکو انسانانو له فطرت سره خبرې وکړي.
ایکنانیوز ـ د غدیر په بحث کې یو له مهمو ننګونو څخه د «مولی» په څېر د کلمو په تفسیر کې اختلاف دی. تاسو د اهل سنتو په نصوصو کې د ژبنیو معناوو سره څنګه چلند کړی، څو له «تفسیر په رأی» څخه ډډه وشي؟
ځواب ؛ ما په دغه کتاب کې هڅه کړې چې د ژبپوهنې او تاریخي لید له مخې د «مولی» کلمې ټولې معناوې د عربي کلتور په چوکاټ کې وڅېړم.
ځینې کسان هڅه کوي «مولی» یوازې د دوستۍ او محبت په معنا تفسیر کړي؛ خو راځئ په رښتینې او علمي بڼه د غدیر صحنې ته وګورو. دا تفسیر له هېڅ عقلي او تاریخي منطق سره په هغه سیاق کې برابر نه دی.
تصور وکړئ چې رسول اکرم صلیاللهعلیهوآلهوسلم د جُحفې په سختې ګرمئ کې، د خلکو د سترې غونډې په منځ کې او په داسې شرایطو کې چې د عربو ټولې قبیلې حاضرې وې، له اوږده او سخت سفر وروسته خلک دروي، یوازې د دې لپاره چې هغوی ته ووائي: «هر څوک چې زه ئې دوست یم، علي هم د هغه دوست دی.»
د «بَلِّغ مَا أُنزِلَ إِلَیک» آیت، له هغه الهي ګواښوونکي لهجې سره چې وائي: «که ئې ونه رَسَوې، نو رسالت دې نه دی ترسره کړی»، آیا یوازې د یوې ساده اخلاقي سپارښتنې لپاره نازل شوی و؟ یقیناً نه.
دغه کلمه ډېر دروند حقوقي او سیاسي بار لري.
«مولی» دلته د «پر نفس لومړیتوب» او «مطلق واک لرونکي» په معنا دی.
غدیر د دوامداره بهیر اعلان دی؛ نه یوازې یو شخصي احساس.
نبوي رسالت د پیغمبر اکرم صلیاللهعلیهوآلهوسلم له رحلت وروسته له هدایت پرته نیمګړی پاتې کېږي. که غدیر نه وائ، دین به یوازې یو موقتي او پایموندونکی امر پاتې شوی وئ.
خو ولایت د دې حقیقت تضمین دی چې د خدای دین یو ساتونکی لري، چې د پیغمبر صلیاللهعلیهوآلهوسلم لاره په هماغه اقتدار سره دوام ورکوي.
کله چې موږ «مولی» وایو، معنا ئې دا ده چې ،هغه څوک چې د «ولایت امر» مسئولیت پر غاړه اخلي.

ایکنانیوز ـ معمولاً غدیر د شیعه او سني ترمینځ د اختلاف یو ټکی ګڼل کېږي. ستاسو لیدلوری په دې کتاب کې څنګه غدیر له «د اختلاف له نقطې» څخه د اسلامي ماډرن تمدن د «یووالي په چورلیز» بدلوي؟
ځوا ب ؛ زه باور لرم چې غدیر د اختلاف ټکی نه دی؛ غدیر خپله د قرآن ژباړونکی دی، د قرآن د پیغام عملي بیان دی.
آیا کېدای شي هغه څه چې په وحی کې ریښه لري، د تفرقې لامل شي؟
که مونږ غدیر په سمه توګه درک کړو، وبه وینو چې غدیر نه یوازې د یووالي ضد نه دی، بلکې د اسلامي امت د حقیقي یووالي له ژورو بنسټونو څخه یو دی.
ځکه حقیقي یووالی بې له چورلیزه نه رامنځته کېږي؛ که الهي امت چورلیز ونه لري، نو له ګډوډۍ، متضادو تفسیرونو او نه ختمېدونکو اختلافونو سره مخ کېږي.
ما دا کتاب خپلو اهل سنت دوستانو ته ډالۍ کړی، ځکه باور لرم چې که د غدیر موضوع په علمي، قرآني او مستندې ژبې مطرح شي، نو د واټن د رامنځته کولو پر ځای، د عالمانه خبرو او اساسي ګډو ارزښتونو ته د بېرته ستنېدو زمینه برابرولی شي.
غدیر یوازې شخصي یا صرف تاریخي موضوع نه ده؛ غدیر د امت جوړونې مسئله ده.

https://iqna.ir/fa/news/4354867